د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئیس د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره ناسته ترسره کړه.

szu_admin
Sun, May 18 2025 9:44 AM
شخ شاکرالله سره د رهبري ليدل

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په مشرۍ راغلي پلاوي د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام کې چې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو شتون درلود، غونډه وکړه.

د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئیس شيخ شاکرالله وحدت خبرې وکړې او ویې ویل چې نـ.ـظام په پوره ډول د محصلانو په مسلکي ډول روزنې ته ژمن دی او د محصلانو مسلکي روزنې لپاره بېلا بېلې برنامې لري، نوموړي زياته کړه چې دا زمونږ او ستاسو مسؤليت دی، چې د محصلانو نيکو کارونو ته هڅونه او له منکراتو څخه یې په فزیکي او فکري ډول وژغورو، د پوهنتون رهبري، دعوت او ارشاد آمريت مسؤلین او په خاص ډول د اسلامي ثقافت استادان بايد د محصلانو په فکري ډول ساتنه کې پوره رول ولوبوي.

د شيخ زايد پوهنتون مسؤلینو لخوا راغلي هئيت ته ډاډ ورکړل شو، چې د شيخ زايد پوهنتون د دعوت او ارشاد په برخه کې زیاتې هڅې کړي او په راتلونکي کې به خپلې چارې لا پراخې کړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS