له ښکېلو خواوو سره د پایلو شریکولو دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.
دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له شپږمې نيټې سره یې سمون درلود، په شیخ زاید پوهنتون کې له ښکېلو خواوو سره د پایلو شریکولو دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.
له ښکېلو خواوو سره د پایلو شریکولو په دغه کنفرانس کې؛ په خوست ښار کې د لبنیاتو مصرفوونکو د چلند څېړنه، د لبنیاتو محصولاتو پر وړاندې د پیرودونکو پوهاوی، په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو پروسېس فرصتونه او ننګونې، معیاري پروسېس او صادراتي تکلارې پیاوړتیا، د جاذبې قوې رامنځته کیدل، د هایدرا جوړښت او سیستماتیک څرنکوالي څېړل، د مصنوعي ځيرکتیا پر پرمختګونو کې د احصايې او احتمالاتو رول، په انساني فعالیتونو کې د کلسیم ارزښت څېړل، د رومي بانجانو میوې سوري کوونکي چینجي پېژندنه او اداره کول او نورو مهمو موضوعاتو باندې بحثونه او معلومات وړاندې شول. دغه کنفرانس د علمي څېړنو معاونیت له لوري برابر شوی دی، چې سبا ورځ به هم دوام وکړي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
