محصلانو ته په ژورنالېزم کې د جغرافیې اهمیت ترسرلیک لاندې سیمینار وړاند شو.

szu_admin
خميس, أبريل 23 2026 3:02 مساء
ذرزبیافلغات

د شیخ زاید پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د محصلانو چارو معاونیت له لوري په ژورنالېزم کې د جغرافیې اهمیت موضوع په اړه ترتیب شوی سیمینار وړاندې شو.
په دې سیمینار کې د ژورنالېزم په برخه کې د جغرافیې پر ارزښت، د ژورنالېزم او جغرافیې ترمنځ اړیکې، د پېښو د ځای پېژندنې او د راپورونو باور رامنځته کول، د سیمو جغرافیایي، کلتوري او سیاسي ځانګړتیاوو پېژندنه، د راپورونو جوړولو پرمهال د نقشو او ډیجیټلي وسایلو کارولو اهمیت او یو شمېر نور اړوند معلومات وړاندې شول. د سیمینار په پای کې د محصلانو لخوا پوښتنې هم ترسره شوې چې د استاد لخوا ورته هر اړخیز ځوابونه وویل شول.
د یادونې وړ ده چې یاد سیمینار د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد پوهنیار نظیرګل صدیقي لخوا وړاندې شو.
نېټه: بنجشنبه
د ۱۴۴۷ هـ.ق کال ذوالقعدة الحرام شپږمه
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور درېیمه
د ۲۰۲۶ م کال اپريل ۲۳مه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

خميس, نوفمبر 20 2025 3:05 مساء
Background image

تـــمّ بنجـــاح شـــراء أدوية بقيمة خمسة ملايين ونصف المليون أفـــغانــــي، لصالح المستشفى التعليمي التابـــع لجامعة الشيخ زايد.

وقــد تـــمّ اقتناء (١٤٩) صنفا من الأدوية المتنوعة، بقيمة تقدّر بخمسةِ ملايين ونصف المليون أفغانـــي، وتشمل هـــذه الأدوية أصنافا متعددة تسهم فـــي تعزيز قـــدرة صيدلية المستشفى على. . .

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS