Vision Mission adn Values of VC-Students' Affairs
۱) لرلید Vision
د محصلانو چارو معاونیت د شیخ زاید پوهنتون رهبري، ادارې او اکاډمیکو څانګو سره په ګډه کار کوي ترڅو د هیواد او نړۍ لپاره مسلکي، تخصصي او په کار پوه بشري ځواک وروزی او د ټولنې د پراختیا او هوساینې لپاره غوره او باکیفیته خدامات وړاندې کړي.
۲) رسالت Mission
په اسلامي او ملي روحیه د هیواد د ځوان کهول روزنه ، د محصلانو د ظرفیت لوړوني پروګرامونو پلانول، د محصلینو لپاره په مارکیټ کې د مناسب کار پیداکول، د زده کړو د معیاري کیدو لپاره هڅې کول.
په عمومي ډول:
- د مومن، متخصص او رښتني وطن دوسته بشري ځوان روزنه
- د موثرو او اغیېزناکو خداماتو وړاندې کول
- په خپل وخت او پرته له ځند د فارغو محصلینو اسناد پروسس او له وزارت څخه طۍ مراحل کول
- د محصلینو لپاره د لیلی او بدل اعاشې خدامات پرمخ بیول
- د محصلینو د نظم او ډسپلین څار او کنترول
- د محصلینو د سپورټی خداماتو پلان او ترتیب
- د محصلینو لپاره دسیمنارونو، علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو دایرول
- د هیواد او نړۍ په کچه محصلینو ته د سکالرشیفونو برابرول
۳ )- ارزښتونه (Values)
- د اسلامي ارزښتونو ساتل او هغې ته پوره احترام
- د وطن دوستۍ او ولس ته د خدمت قوي روحیه ورکول
- د زده کړو کیفیت او معیاری کول
- نوښتونه او خلاقیت
- په چارو کی موثریت او اغیزمنتوب
- اړونده چاری په سالم ډول مدیریت کول
- په چارو کې رڼا والی او د فساد په مقابل کې مبارزه کول
۴) موخې Goals
- دزده کړو معیاری کول او کیفیت لوړول
- دظرفیت لوړونی برنامو پراختیا
- دمحصلانو لپاره دسالم چاپیریال ایجاد
- د محصلینو لپاره د خارجي هیوادو سره دسکالرشیفونو او انټرشیف اړوند تفاهم نامی امضا کول
- دتحصلي اسنادو څاراو کنترول
- دالکترونیکی ډیټابسونو را منځ ته کول او دفساد په مقابل کی دومداره مبارزه
- دمحصلینو په داسې ډول روزل ترڅو دمارکیټ غوښتنو ته ځواب ووایی
- د اداری انکشاپ او پراختیا
د شیخ زاید پوهنتون دمحصلانو چارو معاونیت لرلید، ماموریت، موخې او ارزښتونه د ( ۳ ) پروتوکول او ( ۱۳۹۹/۶/۱۳ ) نیټې علمي شورا له خوا تائید دی.
Quick Links
Afghnanistan (SWAYAM) Portal
Independent Admistrative Reform & Civil Service Commission
India National Digital Library
Khost Prov Postal Codes
Ministery of Communications & Information Technology
Ministery of Higher Education
Open EDX portal
خوست شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼې لینک
شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو سمون آمریت فسبوک پاڼه
SZU-Research and Academic Journal Department