د شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون الحاقیه ودانۍ چارو د چټکتیا په موخه مرکز کې انجینري ټیم سره ناسته وشوه.

szu_admin
Wed, Jun 30 2021 3:23 PM
szu

پرون یکشنبې ورځ ( ۶/سرطان/۱۴۰۰ ) د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي د جمهوري ریاست اړوند ملي انکشاف عملیاتي او حمایوي واحد په اداره کې د طرحو او ډیزاین څانګې انجینري ټیم سره د کادري روغتون دویمې ودانۍ جوړیدو او په چارو کې یې د ګړنتیا په موخه ناسته وکړه.

ناسته کې محترم پوهنمل اریوبي د انجینري ټیم مسؤلینو سره یاده کړه ، چې یاده ودانۍ د جلالتمآب ولسمشر د هغه حکم یوه برخه ده چې د شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون لپاره یې د یو لړ ستونزو د ژر هواریدو حکم شوی دی او له دوی څخه یې وغوښتل چې په دې اړوند جدې اقداماتو ته ضرورت دي ترڅو د جلالتمأب ولسمشر حکم تطبیق شي.

د طرح او ډیزاین څانګې مسؤلینو د پوهنتون رئیس ته ډاډ ورکړ چې پدې برخه کې به ژر تر ژره اقدام وشي او کادري روغتون به د وخت غوښتنو مطابق دویمه وداني ولري.

د یادونې وړ ده چې، څو ورځې وړاندې هم د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل اریوبي د لوړو زده کړو محترم وزیر سره هم د پوهنتون ستونزو د حل په موخه ناسته درلوده

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS