د شیخ زاید پوهنتون متقاعدینو او په چارو کې مخکښو استادانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول

szu_admin
Sat, Apr 10 2021 3:04 PM
szu retirement cermoney

نن ورځ پنجشنبې(۱۹/حمل/۱۴۰۰)د خان عبدالصمدخان اڅکزي د غونډو په تالار کې د شیخ زاید پوهنتون متقاعدینو او په چارو کې مخکښو یو شمیر استادانو ته د غونډې په ترڅ کې ستاینلیکونه د ښه تشویق په موخه ورکړل شول.

د متقاعدینو ستاینغونډه

غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارمندانو برخه اخیستي وه، چې د قرانکریم تلاوت څخه وروسته د پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي په خپلو خبرو کې د متقاعدینو او په چارو کې مخکښو استادانو څخه مننه وکړه، چې د ستاسو د ښو کړنو او پوره همکارۍ نتیجه ده، چې شیخ زاید پوهنتون ډيرې لاسته راوړنې لري.

د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال د ستاینلیکونو ورکړې میتود تشریح کړ او په دې تړاو یې خپل ترتیب کړی پریزینټیشن ګډونوالو ته وړاندې کړ.

د متقاعدینو ستاینغونډه

د شیخ زاید پوهنتون رهبري په دې هڅه کې ده، چې د مجازاتو او مکافاتو اصل ته په کتو د پوهنتون کادري او اداري پرسونل ترمنځ د پوهنتون د ښې راتلونکې په موخه یو مثبت رقابت شتون ولري

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS