شیخ زاید پوهنتون کې د ښوونکو، شپږمو او پنځمو بستونو لپاره د بایومتریک لړۍ پیل شوه

szu_admin
شیخ زاید پوهنتون کې د ښوونکو، شپږمو او پنځمو بستونو لپاره د بایومتریک لړۍ پیل شوه

Event dates

Event dates -

Location شیخ زاید پوهنتون، خوست، افغانستان

شیخ زاید پوهنتون کې د ښوونکو، شپږمو او پنځمو بستونو لپاره د بایومتریک لړۍ پیل شوه.

نن ورځ د ۱۳۹۹ کال د لېندۍ میاشتې ۱۱ نیټه د یادو بستونو لپاره د بایومتریک لړۍ د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي،د کابل څخه د ازموینو ملي اداري راغلي پلاوي، د خوست ادر ي اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د رئیس په حضور کې پیل شوه.

شیخ زاید پوهنتون کې د ښوونکو، شپږمو او پنځمو بستونو لپاره د بایومتریک لړۍ پیل شوه

د شیخ زاید پوهنتون رهبرۍ د ازموینو ملي ادارې غړیو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړچې یاده لړۍ به په پوره شفافیت سره تر سره کېږي.

د ازموینو ملي ادارې راغلی پلاوی واېې چې دې ازموینې ته ۲۵۱۳ واجد شریط کسانو چې ۱۲۶ یې ښځینه دي، نومونه ثبت کړیدي.

د ازموینې په موخه د دوی بایومتریک سه شنبه او چهارشنبه جریان لري، چې د ښځینه کاندیدانو بایومتریک او کارت توزیع د ښوونې او روزنې پوهنخي کې او د نارینه کاندیدانو بایومتریک د هلکانو په لیلیه کې؛ خو د کارت توزیع یې په اقتصاد پوهنځي کې ترسره کیږي.

د یادلو وړ ده؛ چې د پنج شنبې، جمعې په ورځو ، چې د ۱۳۹۹ کال لېندۍ د میاشتې ۱۳ او ۱۴ نیټه به ازموینه اخیستل کیږي او ګډونوال باید له خپل ځان سره اصلي تذکره ولري.

33.34883, 69.8691415