د شیخ زاید پوهنتون د ترمیم پروژې خبرتیا

szu_admin
د شیخ زاید پوهنتون د ترمیم پروژې خبرتیا

د شیخ زاید پوهنتون د ترمیم پروژې خبرتیا:

     د شیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه دروان کال اسد میاشتې (15) نیټې د غرمې وروسته  4:00 بجو پوري د پوهنتون د ترمیم قرارداد چاپي شرطپاڼه د نوموړي پوهنتون تهیه تدارکاتو عمومي مدیریت څخه  تر لاسه ، او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

    همدارنګه خپل آفرونه  په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق  د همدې میاشتې (16) نیټې،  د غرمې مخکې 9:50بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته  په خپل لاس واچوي.ناوخت رسیده او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د افر تضمین په نقدي ډول د شرطپاڼې مطابق اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د اسد میاشتې په (16)نیټه د غرمې مخکې 10:00 بجې د ریاست مقام اڅکزي تالار کې دایریږي.

Documents

shrtnamh_trmym.doc
shrtnamh_trmym.doc