د اسلام ي تمدن ته لنډه کتنه تر عنوان لاندې سمينار وړاندې شو.
د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې استادانو، محصلانو او کارکووکو ته د اسلامي تمدن تاريخ تر نوم لاندې سيمينار او بيان وړاندې شو.
په ياد سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو مرستيال مفتي محمد عمر فضلي له لوري وړاندې شو، د اسلامي تمدن بېلا بېلې دورې، ارزښت، ګټې او د نورو غير اسلامي تمدونو سره یې پرتله او د نورو تمدونونو پر وړاندې یې ښې ګڼې او معنوي ارزښت باندې بيان ترسره شو.
يآد سيمينار چې د محصلانو انسجام آمريت له لوري برابر شوی و، چې موخه یې محصلان د خپل اسلامي تمدن څخه اګاهي او د ياد تمدن څخه عبرت اخيستل و.
ورځ: دوشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی الأولی ۱۶مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د عقرب شپږمه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
