د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.
په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي محصل مطیع الله زيارمل لخوا وړاندې شو او محصلانو ته د معاصرې ټکنالوژۍ د یوه مهم علمي ډګر د ور پېژندلو تر څنګ وروښودل شول چې علمي مفاهیم څنګه په عملي پروژو کې پلي کېږي.
په دغه ورکشاپ کې د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زدهکړې بنسټیز مفاهیم په ساده او علمي ژبه تشریح شول. همدارنګه، د معلوماتو د راټولولو او تحلیل، د معلوماتو د چمتو کولو، د ماډلونو د روزنې او ارزونې پړاوونه په عملي ډول وښودل شول.
د يادولو وړ ده چې د ياد يو ورځني ورکشاپ څخه موخه په راتلونکو کې د کاري فرصتونو لپاره د اړینو مهارتونو د ترلاسه کولو زمینه برابرول و.
ورځ: دوشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی الثاني ۱۴مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د عقرب څلورمه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
