د شيخ زايد پوهنتون ماسټري برنامو ازموینه واخيستل شوه.
د شيخ زايد پوهنتون دوو ماسټري برنامو جزاء حقوقو او جرم پېژندنه او همدارنګه پښتو ژبه او ادبياتو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.
ازموینې د پيل په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب، د ازموینو عمومي ادارې څخه راغلي پلاوي، د ماسټري برنامو مسؤلینو او د ازموینې ګډونوالو برخه لرله.
د ازموینو عمومي ادارې د پکتيا زون مسؤل عبدالماجد ناقد په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ازموینې د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ، د ازموینې او پوښتنو د جوړښت په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل او شيخ زايد پوهنتون کې یې د ماسټرۍ برنامو ایجاد يو زرين چانس ياد کړ او په راتلونکي کې د لا پراختيا هيله څرګنده کړه.
د يادولو وړ ده چې د دوو څانګو لپاره ۸۷ کسانو ځانونه نوماندان کړي و او په ازموینه کې له برياليتوب وروسته به په يادو دوو څانګو کې جذب شي.
دورځ: پنجشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الثاني ۱۸مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د ميزان نهمه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
