د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ.ش کال لاسته راوړنې او مهم فعالیتونه د مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې شریکې شوې.

szu_admin
Thu, Apr 16 2026 2:10 PM
 bccvvdsfgghn

 نن پنجشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د حمل مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې له ۲۹مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ.ش کال لاسته راوړنې او مهم فعالیتونه د مطبوعاتي ناستې په جریان کې له رسنیو سره شریکې شوې. 
په دې مطبوعاتي ناسته کې د شیخ زاید پوهنتون ټولې مهمې لاسته راوړنې وړاندې شوې چې د هغوی له جملې څخه یې؛ د ۵.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د بېلا بېلو پروژو ترمیم، ۱۳.۵ میلیونه افغانۍ عواید د نظام خزانې ته جمع کېدل، د ژبو او ادبیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د ماسټري برنامو تدریس پیل کېدل او  ترڅنګ یې په محصلانو، علمي، څېړنو، مالي او اداري چارو په برخو کې د مهمو فعالیتونو یادونه وشوه. 
یاده ناسته د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند نشراتو او عامه اړیکو آمریت له لوري ترتیب شوې وه.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS