د شیخ زاید پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه.

szu_admin
Tue, Feb 24 2026 10:40 AM
دذالزداللناون

 شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې دویمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له څلورمې نيټې سره یې سمون درلود، د علمي شورا ناسته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقــ.ـاني تر مشرۍ لاندې چې د پوهنتون علمي، علمي څېړنو، محصلانو، مالي او اداري چارو مرستیالانو او د علمي شورا غړو ګډون کړی و، ترسره شوه. 
په پیل کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـقـ.ـاني پیلیزه وینا تر سره کړه او وویل؛ چې  راتلوونکي بهاري سمستر ته پوره تیاری نیول شوی او هغه څه چې ضرور دي محصلانو ته یې چمتو کړي دي. نوموړي مسؤلینو ته وویل؛ کوم کارونه چې تاسو ترسره کوئ د خپل احساس له مخې یې ترسره کړئ.
 په دې غونډه کې د تېرې علمي شورا د تطبیق ګزارش، د ۱۴۰۵ هـ.ش تحصیلي کال د اکاډمیک تقویم تاییدي، د انجینري پوهنځي سټرکچر انجینري څانګې د ماسټري برنامې پالیسۍ سند تاییدي، د علمي کادر غړو د مکلفیتونو تنظیم فورم تاییدي، په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې دوره یي بیا کتنې ته د وړاندې شویو پنځو څانګو ( کیمیا، برق، عربي، کرنیز اقتصاد او کرنېزې سوداکرۍ) د راپورونو تاییدي، د استادانو په ترفېع، منفکي او نورو متفرقه موضوعاتو باندې بحثونه او پرېکړې ترسره شوي.  
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS