د شیخ زاید پوهنتون رهبري د پوهنځيو د څانګو له آمرینو سره ناسته ترسره کړه.
نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د دلوې مياشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له دویمې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني او مرستیالانو د پوهنځيو د څانګو له آمرینو سره ناسته ترسره کړه.
په پیل کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني وویل؛ ټول استادان دې د راتلونکي سمستر درسي بهیر ته پوره متوجې واوسي او غفلت دې نه کوي، هغه مضامین چې دوی يې تدریس کوي پوره حق دې یې اداء کړي.
د علمي چارو مرستیال پوهنمل نور الله حسین خېل د ټولو څانګو له آمرینو وغوښتل چې ټول استادان باید د تطبیقاتو په برخه کې معیاري کار وکړي؛ تر څو نظري او علمي زده کړې په مؤثره توګه وړاندې شي.
په پای کې د یو شمېر موضوعاتو په هکله نظرونه تبادله او د آمرینو لخوا د سپارښتنو عملي کولو ډاډ څرګند شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

