د علمي کادر غړو درسي مکلفیت، په پوهنتونونو کې د درسي نصاب او درسي موادو کې د نویو طرزالعملونو په اړه سیمینارونه وړاندې شول.

szu_admin
Mon, Feb 16 2026 11:25 AM
bmmhgvbnh

د شیخ زاید پوهنتون استادانو ته د علمي کادر غړو درسي مکلفیت، په پوهنتونونو کې د درسي نصاب او درسي موادو کې د نویو طرزالعملونو په اړه سیمینارونه وړاندې شول.
د سیمینار په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نور الله حسین خېل د دې سیمینارونو په ارزښت او اړتیا لنډې خبرې وکړې.
 ورپسې نوموړي خپله ترتیب شوی علمي سیمینار وړاندې کړ؛ چې د پوهنتونونو په درسي، تحقیقاتي او مطالعاتي کتابونو د ارزولو لارښود په موخو، د کتابونو او درسي موادو نوعیت، د کتابونو نوعیت ته په کتو سره د بیا کتنې طریقه، هغه موارد او معیارونه چې له مخې یې کتابونه او علمي مواد ارزول کېږي، د کتابونو د ارزولو د هیئت د غړو د بحث مهم موضوعات و.
ورپسې د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد پوهاند زرولي صدیقي د پوهنتونونو د علمي کادر غړو د دندو او مکلفیتونو د تنظیم لارښود، د لارښود موخې، اصطلاحات، د علمي کادر غړو دندې، د استادانو دندې، د اکاډمیکو مکلفیتونو تنظیم، د علمي رتبو په اساس د علمي کادر غړو د تنطیم جدول، د درسي مکلفیتونو د جدول شرحه او نورو موضوعاتو بحثونه او معلومات وړاندې شول.
 یاد سیمینارونه د پوهنتون علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې، د مسلکي پرمختیا آمریت په همغږۍ د استادانو د علمي وړتیاوو لوړولو او د تدریسي بهیر د معیاري کولو په موخه تنظیم شوي و.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS