د پروژې مدیریت، رهبري، افهام او تفهیم تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو.
نن دوشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۸مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند کارکوونکو چارو آمریت لخوا د پروژې مدیریت، رهبري، افهام او تفهیم تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو.
چې پکې د پروژې په مدیریت، فعالیت، موده، منابعو، کیفیت، حاصل، موخو، پلان جوړول، د پروژي لپاره د پروپوزل جوړول، د پروژې مدیر مسؤلیتونه، ډولونه، ځانګړتیاوې او دې ته ورته نورو موضوعاتو باندې بحث ترسره شو.
یاد ورکشاپ د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند مسلکي پراختیا آمریت کې دایر شوی و، چې د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار توریالي سنګین لخوا وړاندې شو او دوه ورځې به دوام وکړي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

