د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي فارغانو د طبي شورا په ازموینه کې لوړ مقامونه خپل کړل.
د شيخ زايد پوهنتون له طب پوهنځي څخه فارغو شویو محصلانو د طبي شورا (NMLE) په ازموینه کې چې د هېواد په کچه اخيستل کېږي، درېیم او پنځم مقامونه خپل کړل.
ياده ازموینه چې د ټول افغانستان په کچه واخيستل شوه، د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي څخه پکې ۱۴۱ تنو فارغانو ګډون کړی و، چې ۱۱۵ تنو څخه زياتره یې پکې د ۳۰۰ څخه په لوړو نمرو بريالي شوي دي، چې درېیم او پنځم لوړ مقامونه یې هم خپل کړي دي.
د شيخ زايد پوهنتون اداره په ياده ازموینه کې د محصلانو په لوړه کچه بريا د محصلانو کورنيو، طب پوهنځي استادانو، کارکوونکو او په ټوله کې د شيخ زايد پوهنتون ټولې رهبري، استادانو او کارکوونکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او بريا بولي او د نورو بریاوو هیله څرګندوي.
نشراتو او عامه ادیکو آمريت

