شيخ زايد پوهنتون کې د مونوګرافونو د دفاع لړۍ پیل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له پنځمې نیټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د مونوګرافونو څخه د دفاع لړۍ په ترڅ کې نن ورځ د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د اتلسمې دورې محصلانو د مونوګرافونو څخه د دفاع غونډه تر سره شوه.
په دغه غونډه کې چې د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي رئیس سربېره استادانو، ژوري هیئت او کڼ شمیر محصلانو ګډون کړی و، د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل محمد یوسف ثاقب په خپله وینا کې د محصلانو لیکنې او هڅې د قدر وړ وبللې او په یاده برخه کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د ژوري هیئت له لوري د محصلانو مونوګرافونه مثبت وارزول شول او غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت