د کادري بستونو له نوماندانو څخه د انګلیسي ژبې ازموینه واخیستل شوه.

szu_admin
Tue, Mar 04 2025 1:52 PM
fgvbnhgbv

نن سه شنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال د کب مياشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له څلورمې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون امام ابو حنیفه رحمه الله په تالار کې د دې پوهنتون کرنې پوهنځي نباتاتو ساتنې څانګې او پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې حقوق، اقتصاد، او کمپیوټر ساینس پوهنځیو اړوند اداره او دیپلوماسي، اداره او تجارت، قضاء او څارنوالي او کمپيوټر ساينس څانګو له نوماندانو څخه د انګلیسي ژبې ازموینه واخیستل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل لخوا د يادې ازموینې ګډونوالو ته د پوره روڼتیا ډاډ ورکړل شو او زياته یې کړه، چې هغه نوماندان به په راتلونکي پړاو تخصصي ازموینه کې د ګډون مستحق وبلل شي، چې د ژبې په ازموینه کې د بريالیتوب نومرې تر لاسه کړي.

د يادلو ده چې د ژبې په ازموینه کې له بريالیو نوماندانو څخه به تخصصي ازموینه سبا ورځ چهارشنبه واخیستل شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS