د شیخ زايد پوهنتون رهبري شورا غونډه تر سره شوه.

szu_admin
Thu, Feb 27 2025 1:55 PM
شسیزبرلد

نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب ۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۲۸مې نیټې سره سمون لري، د شيخ پوهنتون رهبري شورا ناسته د پوهنتون رئيس تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

یاده ناسته کې د پوهنتون رئيس سربېره علمي، محصلانو، علمي څېړنو او اداري چارو مرستيالانو او د پوهنځیو رئيسانو ګډون کړی و. د پوهنتون رئيس پرانیستونکي وینا څخه وروسته د پوهنتون په املاکي قراردادونو، د تدریس لپاره د صنفونو په چمتو والي، د راتلونکي کال لپاره د کمېټو او څانګو په عملياتي پلانونو، د روژې مبارکې مياشتې په جريان کې د رسمياتو او درسونو د وخت تنظیم او يو شمېر نورو متفرقه مسایلو باندې بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS