د طب پوهنځي جدید الشمول محصلانو ته د پوهنتون او پوهنځي پېژندنې اړوند سیمينار وړاندې شو.
د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي لومړي ټولګي نویو شاملو شویو محصلانو ته د پوهنتون او پوهنځي پېژندنې معلوماتي سیمينار ور کړل شو.
په پیل کې د قرآن الکریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د ياد پوهنځي استاد پوهنمل ډاکټر سيد شاه احمدي لخوا د پوهنتون په اړه عمومي معلومات، همداشان د طب پوهنځي، کريډېت سيستم، اکاډميکو او اخلاقي اصولو، د پوهنتون رهبري او د پوهنځي اداري کارکوونکي پېژندنې تر څنګ د نورو هر اړخيزو موضوعاتو په اړه بشپړ سیمینار وړاندې کړل شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت