شيخ زايد پوهنتون کې د حقوقو، وترنري علومو، کرنې او طب پوهنځیو کادري بستونو له نوماندانو څخه آزموینه واخيستل شوه.

szu_admin
Mon, Sep 30 2024 10:00 AM
fghj

 د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۲۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له ۱۵مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون امام ابوحنیفه رحمه الله غونډو په تالار کې د طب پوهنځي صغیره جراحي، اناتومي، فزيالوژي او مایکرو بيولوژي څانګو، د کرنې پوهنځي اړوند نبات ساتنې، زراعتي اقتصاد او کرنيزې سوداګرۍ پراختیا څانګو، وترنري علومو پوهنځي اړوند کلینیک، پري کلینیک او پارا کلینیک څانګو، د انجینري پوهنځي اړوند برق څانګې همدارنګه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي حقوقو څانګې خالي بستونو له شاوخوا ۷۰ نوماندانو څخه د خارجي ژبې آزموینه واخيستل شوه.

د آزموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شیخ زايد پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار نورالله حسین خېل سربېره د لوړو زده کړو وزارت د علمي ترفیعاتو او تقرر رياست اړوند د ترفیعاتو آمر مولوي حميدالله عابد په مشرۍ درې کسیز پلاوي او د پوهنتون د علمي ترفيعاتو او تقرر عمومي کميټې غړو هم ګډون درلود.

د شيخ زاید پوهنتون علمي مرستيال پوهنیار نور الله حسین خېل په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د آزموینې د معلوماتو سربېره د آزموینې شفایت ډاډ هم ورکړ او زياته یې کړه چې هيڅ ډول لاس وهنې ته به پکې اجازه ور نکړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي ترفیعاتو آمر مولوي حميدالله عابد هم خبرې وکړې او په آزموینه کې یې د شفافيت ډاډ ورکړ.

د يادې آزموینې برياليو نوماندانو څخه به سبا ورځ د سنبلې مياشتې ۲۹مه نيټه اړوندو برخو کې تخصصي آزموینه واخيستل شي.

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS