د اقتصاد پوهنځي مالي او بانکي څانګې محصلانو ته د ظرفيت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
Tue, Jan 09 2024 12:32 PM
369

نن یکشنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادي الثاني مياشتې له ۲۴مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون اقتصاد پوهنځي مالي او بانکي څانګې محصلانو ظرفيت لوړونې په موخه د (بودجه جوړونه او د عوایدو پيشبيني تخنیکونه) تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

 

369

 

د ورکشاپ د پيل مراسمو ته په خپله وینا کې د شیخ زايد پوهنتون علمي مرستيال سید اسماعيل روحاني د محصلانو ظرفيت لوړونې لپاره د دا ډول ورکشاپونو دايرول ګټور وبلل، نوموړي د یوې ټولنې مالي او اقتصادي پياوړتيا په اهميت باندې لنډې خبرې وکړې او محصلان یې وهڅول چې په خپل مسلک کې ځانونه ورسوي، تر څو ټولنې ته په ښه ډول د خدمت جوګه شي.

ياد ورکشاپ د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل رحمت الله منګل په نوښت برابر شوی دی، چې د پوهنتون څخه بهر د ځينو ادارو مسؤلین به هم پکې محصلانو ته په اړونده برخه

کې ګټور معلومات وړاندې کړي.

145

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS