شیخ زاید پوهنتون تدارکاتي اعلان

szu_admin
تدارکاتي اعلان

دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د راتلونکي (1400) کال حمل یا وری میاشتې(11) نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د (33)قلمه چاپي او غیر چاپي قرطاسیې قرارداد چاپي شرطپاڼه د نوموړي پوهنتون تهیه  تدارکاتو عمومي مدیریت څخه، چې د اقتصاد پوهنځي لومړي پوړ کې موقعیت لري،  تر لاسه او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

    همدارنګه خپل آفرونه  په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق  د همدې میاشتې (12)نیټې،  د غرمې مخکې 10:00بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته  په خپل لاس واچوي.

ناوخت رسیده او انټرنیټې آفرونه په هیڅ صورت  د منلو وړ نه دي.

د افر تضمین د بانک ګرانټي په ډول د شرطپاڼې مطابق(120000)افغانۍ اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د حمل  میاشتې په (12)نیټه د غرمې مخکې 10:05 بجې د ریاست مقام اڅکزي تالار کې دایریږي