د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو محصلانو ته د سوداګريز حکميت تر سرلیک لاندې ورکشاپ ورکړل شو.

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له ۱۴مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورم ټولګي محصلانو ته د سوداګریز حکميت تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
په دغه ورکشاپ کې د سوداګریز حکميت پېژندنه، نړۍوال او داخلي حکميتونه، د افغانستان د سوداګریزو شخړو د حل مرکز، د سوداګريز حکميت موافقه ليک، په نړۍ کې د ځینو مشهورو حکميتي مرکزونه او د حکميت د قرار فسحه کولو په اړه مهمو موضوعاتو باندې معلومات ورکړل شول او د ورکشاپ په پای کې د محصلانو پوښتنو ته معقول ځوابونه ور کړل شول.
ياد ورکشاپ د محصلانو چارو معاونيت لخوا برابر شوی و، چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنيار یعقوب جان صميم لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت