د معیاري پوښتنو جوړولو تر سرليک لاندې ورکشاپ تر سره شو.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۲۸
کمنتع

چهارشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د لړم مياشې ۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربيع الثاني ۲۷مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د تازه ګمارل شویو استادانو د ظرفیت لوړولو په موخه د معیاري پوښتنو جوړولو تر سرليک لاندې یو ورځنی ورکشاپ داير شو.

ياد ورکشاپ کې د آزموینو لپاره د معياري پوښتنو جوړولو سربېره د پوښتنو ډولونو په اړه مختلف موضوعات تر بحث لاندې ونيول شول، چې ۲۲ تنو استادانو پکې ګډون کړی و او د ښوونې او روزنې پوهنځي علمي کادر غړي استاد پوهنمل سيد شاه ګل وياړ لخوا وړاندې شو.

د يادولو وړ ده چې د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز د پوهنتون پلان سره سم د استادانو ظرفيت لوړونې لپاره مختلف پروګرامونه په لاره اچوي، چې تېره ورځ یې هم نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د معياري نصاب اړوند موضوعاتو ښه تطبیق تر عنوان لاندې ورکشاپ داير کړی و.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

برای شفاخانه تدریسی دواها ''دارو'' به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری شد.

برای شفاخانه تدریسی پوهنتون شیخ زاید، ۱۴۹ قلم دوا به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری گردید. در این دواهای خریداری‌شده، انواع مختلف دوا شامل است که با آن، دواخانه شفاخانه تدریسی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۸
Background image

ریاست تضمین کیفیت و اعتباردهی وزارت محترم تحصیلات عالی در سال ۱۴۰۲ هـ.ش پوهنتونهای معتبر کشور را بررسی و ارزیابی نمود

 که از جمله پنج پوهنتون معتبر کشور، اعتبارعلمی و اکادمیک خویش را بدست آورد، که خوشبختانه پوهنتون شیخ زاید در بین این پنج پوهنتون معتبر و بزرگ نیز جای دارد. بنا براین اساس در یک مجلس. . .

BACK TO NEWS