رئیس پوهنځی زراعت

رئیس پوهنځی زراعت

د ریس پیغام:

د تمدنونو د ايجاد او بقا له پاره کرنه ځانګړی ارزښت لري. د پخوانيو تمدنونو زوال او له منځه تګ يو لامل د هغوی د کرنې خرابوالی ګڼل کيږي.  پخواني تمدنونه په هغه ځايونو کې رامنځ ته شوي چې ښيرازه کروندې يې درلودې. په  اوسني وخت کې د نفوسو زياته ګڼه ګوڼه هم په هغه ځايونو کې تر سترګو کيږي چې پراخه ښيرازه کروندې  لري او کرنه يې د وخت د غوښتنو سره سم د پرمختګ او هوسا ژوند له پاره ګامونه اخلي. په اوسني عصر کې نړيوال په دې هڅه دي چې زياتيدونکي نفوس له پاره خوراکي، پوښاکي او داسې نورې اړتياوې د کور په دننه کې حل کړي او د وګړو د مهاجرت، بيوزلي، فقر او لوږې ته د پای ټکی کیږدي. دا کارونه بغير د پوهې او تيکنالوژي څخه ناشوني ګڼل کیږي. په کرنه کې چې څومره پرمختګ شوی دا د پوهانو او زیارکښانو هغه ثمره ده چې نننۍ نړۍ يې په کرنیزو توکو بسيا کړې ده. که څه هم په نړۍ کې په ځينو ځايونو کې لوږه او فقر خپل ناولی سيوری په ځینو ټولنو باندې غوړولی، خو بيا هم که د نړۍ موجوده کرنیز توکي د نړۍ په نفوس په مساويانه ډول وويشل شي، د هغوی د اړتیاوو څخه زياتيدلی شي.

د نړۍ په بيلابېلو برخو کې کرنیز پوهنتونونه، کرنيزې ادارې، زراعتي څيړنيز مراکز او داسې نور اړوند موسسات د دې له پاره کار کوي چې د نړۍ له پاره خوراکي، پوښاکي، څښاکي او داسې نور توکي د وخت د غوښتنو سره سم توليد او د هوسا او بسیا ژوند له پاره د خلکو په اختيار کې ورکړل شي. افغانستان هم د نوموړو موخو او اهدافو ته د رسيدلو له پاره په بيلابيلو ولایتونو کې کرنیز مراکز او کرنې پوهنځي ايجاد کړي تر څو ټولنې ته هغه کادرونه وړاندې کړي چې نوموړو موخو ته په اسانۍ سره رسيدلی شي. د زياتيدونکي نفوس له پاره خوراکي توکي او نور په کرنې پورې  اړوند شيان د کرنیزې پوهې او تيکنالوژي څخه پرته امکان نه لري، نو د دې له پاره زموږ هيواد ورو ورو ګامونه اخلي تر څو وکولی شي چې د کرنې پورې اړوند ټولې اړتياوې په  داخل د هيواد کې حل او کرنيز توکي نورو هيوادونو ته هم صادر کړي. 

شيخ زاید پوهنتون د افغانستان په جنوب ختيز د خوست په ولایت کې تاسيس شوی او د نورو پوهنځیو تر څنګ کرنې پوهنځی هم په خپل تشکیل کې لري. په دې څو کلن يون کې کرنې پوهنځي وکولی شول چې په سل ګونو ځوان کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي او په اوسني وخت کې د افغانستان په بيلابيلو ادارو کې خپلو سپيڅلو دندو ته دوام ورکوي. کرنې پوهنځی په خپلو فارغانو باندې وياړي چې د خپل ماموریت په دوران کې يې ښې لاسته راوړنې لري او د دوی له برکته په اداراتو کې د سمون او پرمختګ څرک ليدل کيږي. د نړۍ نور کرنې پوهنځي چې څومره امکانات لري، نو زموږ پوهنځی په دې ترڅ ورو ورو ګامونه اخلي او يوه ورځ به د ټولو امکاناتو څخه برخمن شي. زموږ د پوهنځي ټول استادانو د خپلو هڅو له کبله وکولی شول چې د محصيلنو له پاره د غوره او باکيفيته زده کړو زمينه مساعده کړي. خپلو دندو او وظايفو ته په اخلاص او وفادارۍ دوام ورکوي او خپلو سپیڅلو موخو ته د رسيدلو له پاره په يووالی کار کوي.

پوهنيار رحمت الله هاشمي

 د کرنې پوهنځی ريس