د ستراتیژیک پلان کمیټې لخوا غونډه ترسره شوه.
نن ورځ د ۱۴۰۲هـ.ش کال د چنګاښ میاشتې لومړۍ نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د ذوالحجې میاشتې ۳مې نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون د ریاست مقام دفتر کې ستراتیژیک پلان کمیټې لخوا د ستراتیژیک پلان کې د نیمګړتیاوو د رفع کولو په موخه غونډه ترسره شوه. یاده غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي، علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي، محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مـ.جاهـ.د همت یار او د ستراتیژیک پلان کمیټې غړو ګډون درلود. غونډه د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي لخوا د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په سر کې د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نیازي پرانیستونکي وینا وکړه او د ستراتیژیک پلان په اهمیت او تطبیق باندې یې مفصلې خبرې وکړې. یاده غونډه کې د ستراتیژیک پلان په موضوعاتو باندې آزاد بحث ترسره شو او غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت