د فرهنګي کمیټې غونډه ترسره شوه.

szu_admin
خميس, مارس 02 2023 1:21 مساء
سسس

نن ورځ د ۱۴۰۱ هـ.ش کال د حوت میاشتې ۱۱مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د شعبان میاشتې له ۹مې نیټې سره سمون لري، په شیخ زاید پوهنتون کې د شیخ زاید پوهنتون او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو استادانو لپاره د دیني او علمي سمینار د ترتیب او تنظیم په موخه د فرهنګي کمیټې لخوا غونډه وشوه.
زغونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه،

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مـ.جاهد همت یار خبرې وکړې او د شیخ زاید پوهنتون او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو استادانو لپاره د دیني او علمي سیمنار په ارزښت او ترتیب یې مفصل معلومات وړاندې کړل.

ززز


ورپسې د یاد علمي سیمنار د تنظیم او ترتیب په موخه ګروپونه جوړ شول ترڅو یاد سیمنار په سم ډول وړاندې شي.
په پلان کې ده چې، یاد سیمنار به په  راتلونکي کې د شیخ زاید پوهنتون د امام ابوحنیفه رح په تالار کې پیل کیږي چې تر درېیو ورځو به دوام ولري.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS