شيخ زاید پوهنتون ته نوی رئیس معرفي شو

szu_admin
خميس, ديسمبر 15 2022 8:23 صباحا
Dean of University

 

هغه ناسته چې په همدې موخه نن ورځ د ۱۴۰۱ ل.ل کال د لیندۍ میاشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د جمادي الاول مياشتې له ۲۰مې نیټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې رابلل شوې وه، یاده غونډه کې د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور، د شیخ زاید پوهنتون پخوانی رئیس انجینر همایون معاویه، د شیخ زايد پوهنتون اوسنی رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد یعقوب حـ.قاني، د شیخ زاید پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او مېلمنو ګډون کړی و.

szu staff

غونډه د شیخ زاید پوهنتون اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي محمد شفیق رشاد لخوا د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د طب پوهنځي استاد پوهاند بادشاه زار عبدالي راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د انجینر همایون معاویه کړنې وستایلې او زياته یې کړه، چې تېر څه باندې یو کال کې یې د پوهنتون کارونه ډېر په دوستانه او د صمیمت په فضا کې په مخ یوړل. ښاغلي عبدالي د نوي رئیس څخه د پوهنتون د روانو پروژو د تکميل او د نویو پروژو د رامنځته کولو هیله وکړه او زياته یې کړه چې د پوهنتون ټوله اداره به ورسره په ټولو کارونو کې همکاره او همغږي وي.

 

د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور د شیخ زاید پوهنتون پخواني رئیس خدمات او کارونه د قدر وړ وبلل او زياته یې کړه چې په ادارو کې ادلون او بدلون یو اداري اصل دی، چې د یوې ادارې د کارونو په ښه شان تر سره کېدو په موخه ترسره کیږي. نوموړي وويل چې استاد د معنوي پلار حیثیت لري باید استادان د خپلو محصلانو سره د خپلو اولادونو په شان چلند وکړئ، همدارنګه نوموړي سپارښتنه وکړه چې استادان باید په پوهنتون کې د هيڅ ډول سیاسي او ګوندي فعالیتونه تر سره نه کړي.M Anwer Din Perwer

 

د شیخ زاید پوهنتون نوي رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد یعقوب حـ.قاني په خپلو خبرو کې وویل: (( پوهنتون د علم ځای دی او علم د الله جل جلاله یو ذاتي صفت دی، مونږ او تاسې ټول باید د علم دغه لوی کور ته په شریکه خدمت وکړو.))

ښاغلي حـ.قاني وويل چې په ادارو کې د ادلون او بدلون اصل ته په کتو د اس ـ ام لخوا د علم د دغه لوی کور مسؤلیت راسپارل شوی دی، چې  زه به دلته د رئيس په صفت نه؛ بلکې د یو خادم او خدمتګار په حيث ستاسو په همکارۍ دغه دنده پرمخ وړم.

M Yaqoub Dean of Szu

غونډه په خوست ولایت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست محتسب مولوي فضل الرحیم مسرور لخوا د دعا په ويلو سره پای ته ورسیده.

 

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

خميس, نوفمبر 20 2025 3:05 مساء
Background image

تـــمّ بنجـــاح شـــراء أدوية بقيمة خمسة ملايين ونصف المليون أفـــغانــــي، لصالح المستشفى التعليمي التابـــع لجامعة الشيخ زايد.

وقــد تـــمّ اقتناء (١٤٩) صنفا من الأدوية المتنوعة، بقيمة تقدّر بخمسةِ ملايين ونصف المليون أفغانـــي، وتشمل هـــذه الأدوية أصنافا متعددة تسهم فـــي تعزيز قـــدرة صيدلية المستشفى على. . .

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS