د پښتو ژبې او ادبیاتو ماسټرۍ پروګرامونو تطبیق او پراختیا په موخه د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي په شتون کې د هېواد د اوو پوهنتونونو تر منځ اووه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.

szu_admin
سبت, يوليو 31 2021 2:54 مساء
szu and 7 other un master pro...

د هوکړه لیک د لاسلیکولو په ناسته کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د پښتو ژبې او ادبیاتو پیاوړتیا او پراختیا په موخه د هېواد د اوو پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هرکلی وکړ او ترڅنګ یې په هېواد کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره دا یو هیله بښونکی ګام وباله.

MoHE Minister

د کابل، شهید استاد رباني ښوونې او روزنې، ننګرهار، کندهار، هرات، د خوست شېخ زاید او بلخ پوهنتونونه د دغه هوکړه لیک پلي کوونکي دي.

szu and 7 other un master pro...

دوکتور عباس بصیر وویل چې د یوه هېواد کلتوري بډاینه د ژبې او ادبیاتو سره تړاو لري او ژبه د یوه هېواد کلتوري بنسټ جوړوي. لوړو زده کړو وزیر زیاته کړه:"داسې یو کار چې د یوې ملي ژبې په توګه له پښتو سره ښايي تر اوسه نه دی شوی او باید د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برنامو کې اړین او وړ کار په دې برخه کې ترسره شي، د دې برخې لیکوالان او استادان باید آثار د معتبرو منابعو په توګه رامنځته کړي او د هېواد د ژبې او کلتور د ظرفیت لوړولو سره مرسته وکړي."

szu chancellor during sign

د لوړو زده کړو وزیر د هېواد د پوهنتونونو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیکول د نورو علمي څانګو لپاره یو ارزښتناک ګام وباله او ویې ویل چې باید علمي بنسټونو د یو بل له ظرفیتونو کار واخلي او د پوهې د پراختیا لپاره د هېواد له یوې ګوښې تر بلې ګوښې خپل رول او رسالت ترسره کړي. د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د دغه پروګرام پر اهمیت د ټينګار ترڅنګ وویل، هغه وخت رارسېدلی چې د محدودو منابعو څخه په ګډه د پوره ګټه اخیستلو هڅه وشي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل:" افغانستان د دري، فارسي او پښتو ژبې او ادب غوښتونکی دی او یو وخت به د نړۍ نورو هېوادونو دلته ژبه زده کوله خو له بده مرغه اوسمهال زموږ په هېواد کې ادب او کلتور کمزوری شوی." پوهنمل بالاکرزي له دغه ګام څخه د خوښیو د څرګندولو ترځنګ خپل ملاتړ اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې رښتینوالي او پلي کولو لپاره به یې د لوړو زده کړو وزارت هېڅ ډول مرسته ونه سپموي.

د پښتو ژبې او ادبیات ماسټرۍ په رامنځته کولو او پلي کولو بهیر اسانتیا، د پښتو ژبې پیاوړتیا او انساني، تخنیکي او معنوي زېرمو څخه معقول او موخه لرونکې ګټه اخیستنه د پښتو ژبې او ادبیاتو لېسانس او ماسټرۍ په کچه د څانګپوهانو کادرونو پوهنې او روزنې کار د دې هوکړه یو له اړینو موخو څخه دی.

د هېواد دولتي پوهنتونونه د مادي، تخنیکي او انساني اسانتیاوو څخه په ګټې د یوې ګډې هڅې له لارې د ماسټرۍ ګډ پروګرامونه په بېلابېلو څانګو کې د اړتیا له مخې رامنځته کړي او غوښتونکو لپاره د زده کړې لا زیاته لار هواره کړي.

د ماسټرۍ ګډو پروګرامونو رامنځته کول د لوړو زده کړو په بنسټونو کې یوازې دا نه چې په پوهنتونونو کې د شته ځواکونو اغېزناکه ګټه اخیستنه ده بلکې د انلاین سیستم په کارولو سره د تحصیلي بنسټونو ترمنځ حضوري همغږۍ او نږدیوالي لامل کېږي او له بلې خوا د ځوانانو د تحصیلي کچې پورته کولو لپاره د غوښتونکو ځواب ویلو لامل کېږي.

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS