د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د ترکیې هېواد استانبول ګلیشیم پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره په بېلابېلو علمي او اکاډمیکو موضوعاتو خبرې وکړې او نظرونه یې سره شریک کړل.

szu_admin
أحد, يوليو 11 2021 10:21 صباحا
MoHE and Istanbool

۱۴۰۰کال، د چنګاښ ۱۹مه

په دې ناسته کې د یاد پوهنتون مشرتابه، د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغه تحصیلي بنسټ په اړه یې لنډ معلومات ورکړل.

په دې ناسته کې د یاد پوهنتون مشرتابه، د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغه تحصیلي بنسټ په اړه یې لنډ معلومات ورکړل.

وروسته دوکتور عباس بصیر د افغانستان لوړو زده کړو سکټور، د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه د ګلیشیم او افغانستان پوهنتونونو پر ګډو علمي فعالیتونو یې ټینګار وکړ.

دوکتور عباس بصیر په ترکیه کې د افغان ځوانانو لپاره د زده کړو د لار هوارولو له امله له دغه هېواد څخه مننه وکړه. د ترکیې استانبول ګلیشیم پوهنتون له مسوولانو یې وغوښتل چې د هغو افغان زدکړیالانو اسانتیاوو ته پاملرنه وکړي چې په دغه پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي.

د ترکیې استانبول ګلیشیم پوهنتون ژمنه وکړه چې د یوه هوکړه لیک په لاسلیکولو سره به د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د ۱۰ تحصیلي بورسونو د ورکولو، د استادانو او زدکړیالانو تبادلې او ګډو علمي څېړنو ته لار هواره شي.

یادونه: همداراز د ټوېټر، لینکدین او انستاګرام له پاڼو څخه هم د لوړو زده کړو وزارت خبرونه وڅارئ:

https://twitter.com/afmohe

https://www.instagram.com/mohe.af/

http://linkedin.com/.../%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS