شیخ زاید پوهنتون تدارکاتي اعلان

szu_admin
تدارکاتي اعلان

دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه دروان(1399) کال جدي میاشتې(23) نیټې د مازدیګر تر 3:30بجو پوري د (15)قلمه میوې ترکارۍ قرارداد چاپي شرطپاڼه د نوموړي پوهنتون تهیه  تدارکاتو عمومي مدیریت څخه، چې د اقتصاد پوهنځي لومړي پوړ کې موقعیت لري، تر لاسه او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

    همدارنګه خپل آفرونه  په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق  د همدې میاشتې (24)نیټې،  د غرمې مخکې 10:30بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته  په خپل لاس واچوي.

ناوخت رسیده او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د افر تضمین د بانک ګرانټي په ډول د شرطپاڼې مطابق(350000)افغانۍ اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د جدي میاشتې په (24)نیټه د غرمې مخکې 11:40 بجې د ریاست مقام اڅکزي تالار کې دایریږي.