د شيخ زايد پوهنتون ټولنیزو او طبیعي علمي څېړنيزې مجلې چاپ او پر لیکه شوې.
په یادو مجلو کې د ټولنيزو او طبیعي علومو په بېلا بېلو موضوعاتو باندې لیکل شوي ۳۳ څېړنيزې مقالې شاملې دي، چې د قرآن کريم د جلا جلا نزول حکمتونه، په اسـ.ـلامي فقه کې د امـ.ـير شرطونه، کم مهر د اسـ.ـلام له نظره، په چرګانو کې د مصنوعي القاح ارزښت، د نباتي غوړیو روغتیایي ګټې او یو شمېر نورو ټولنيزو او طبیعي علومو اړوندو موضوعاتو باندې لیکل شوي مقالې چاپ شوي دي.
د دې تر څنګ د علمي څېړنو معاونيت په هڅو سره په لومړي ځل (اکسیر) او (د انجینري او ټکنالوژي نوښتونه) دوه څېړنيز او تحقیقي ژورنالونه هم له چاپه راوتلي دي.
لاندې لینک له لارې یې لیدلی شئ!
https://www.szu.edu.af/ps/ټولنيز-او-طبیعي-علوم
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
