د دوحـ.ـې تـ.ـړون په کتاب کې ازموينه واخیستل شوه.
د شيخ زايد پوهنتون ادارې له لوري د دوحـ.ـې تـ.ـړون کتاب کې، چې د الـ.ـمرصـ.ـاد خپرندويه ادارې له لوري چاپ شوی او د دوحې تړون هر اړخیزه شرعي څېړنه او اعتراضاتو ته پکې ځوابونه ويل شوي دي، د پوهنتونونو له محصلانو څخه ازموينه واخيستل شوه.
د ازموينې د پيل په مراسمو کې د خوست ولايت والي الحاج مولوي عبدالله مختار سربېره، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحديث مولوي محمد نسيم حـ.ـ.قاني، د خوست ولايت پوهنې رئيس شيخ الحديث مسلمین راشد، د پوهنتون معاونینو ګډون کړی و، د خوست والي د ازموينې ګډونوالو ته په خپله وينا کې د دغه نوښت ستاینه وکړه او محصلانو یې خپلو درسونو ته د لا متوجې کیدو باندې ټینګار وکړ.
په ياده ازموينه کې د شيخ زايد پوهنتون سربېره، د خوست ولايت خصوصي پوهنتونونو زیات شمېر محصلانو ګډون کړی و، چې محصلان به په قيمتي او ارزښت لرونکو ډاليو باندې ونازول شي.
نشراتو او عامه اړيکو آمريت
