محصلانو ته په ځان اعتماد او انګېزه تر عنوان لاندې سیمينار ورکړل شو.

szu_admin
ثلاثاء, نوفمبر 04 2025 3:09 مساء
..,lkmjnhuyhn

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۳مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون اداري ودانۍ غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته په ځان باور، اعتماد او انګېزه تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې په ځان د باور، اعتماد او انګېزې پېژندنه، په ځان د باور او اعتماد پیاوړتيا عوامل، ټولنيز او چاپېريالي عوامل، په ځان د اعتماد، باور او انګېزې د کموالي لاملونه، د اعتماد، باور او انګېزې تر منځ اړیکې او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو باندې معلومات ارایه کړل شول او محصلانو ته څرګنده شوه چې اعتماد، باور او انګېزه درې واړه د انسان د فکر، احساس او عمل تر منځ هغه پل دی چې د تصور څخه عمل ته د تګ لاره هواروي.
ياد سیمينار د محصلانو چارو معاونيت له لوري برابر شوی و، چې د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد پوهنمل قدرت الله صدیقي لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS