د خوست والي د شيخ زايد پوهنتون افتخاري درسونو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړ.

szu_admin
خميس, أكتوبر 30 2025 12:32 مساء
nnmj,m,,.nmmm

 چهار شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۷مې نیټې سره برابره ده، د خوست ولایت والي الحاج مولوي عبدالله مـ.ـختار په هغه راټولیدنه کې چې د شيخ زايد پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته د افتخاري شیوخو درسونو لپاره برابره شوې وه ګډون وکړ.
د يادو درسونو د پیل په مراسمو کې د خوست ولایت والي سربېره د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ي، د خوست ولایت شیوخو کرامو، د پوهنتون مرستیالانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و.
د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ي مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ په خپله وینا کې وويل، چې دا د هر مسؤل مسؤليت دی چې د خپلو ماتختو کسانو لپاره د اصلاحي برنامو زمينه برابره کړي.
د خوست ولایت والي الحاج مولوي عبدالله مـ.ـختار په خپله وینا کې د غونډې برخه والو ته وويل، چې هر علم چې تاسو زده کوئ نه يوازې دا چې ضروري دی؛ بلکې مونږ او ستاسو د ټولنې تکامل ور پورې تړلی دی.
نوموړي په خپله وینا کې د محصلانو سمې روزنې ته په توجو باندې ټینګار وکړ او محصلانو ته یې په خطاب کې وويل چې:((راتلونکی ستاسو په هدف ټاکلو پورې تړلې دی، د خپل ځان لپاره لوړ اهداف وټاکئ؛ تر څو لوړه بريا لاس ته راوړئ.))
دغه لویه راټولیدنه د دعاء په لوستلو سره پای ته ورسیده.
نشراتو او عامه اړيکو آمريت

Latest news

خميس, نوفمبر 20 2025 3:05 مساء
Background image

تـــمّ بنجـــاح شـــراء أدوية بقيمة خمسة ملايين ونصف المليون أفـــغانــــي، لصالح المستشفى التعليمي التابـــع لجامعة الشيخ زايد.

وقــد تـــمّ اقتناء (١٤٩) صنفا من الأدوية المتنوعة، بقيمة تقدّر بخمسةِ ملايين ونصف المليون أفغانـــي، وتشمل هـــذه الأدوية أصنافا متعددة تسهم فـــي تعزيز قـــدرة صيدلية المستشفى على. . .

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS