د علماء کرامو فضیلت او د علم ارزښت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
ثلاثاء, سبتمبر 16 2025 3:09 مساء
,,mkjnhbgnm

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له ۲۳مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون ریاست مقام غونډو تالار کې د یوې ناستې په تر څ کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د علماء کرامو فضیلت او د علم ارزښت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

یاد سیمینار چې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري برابر شوی و، د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي محمد امین سعیدي لخوا وړاندې شو.

د شیخ پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت لخوا د پلان مطابق استادانو، محصلانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاح او دیني مسایلو کې د پوهې زياتیدو په موخه اصلاحي غونډې په لاره اچول کېږي، چې تر دې دمه یې د يادو کارکوونکو د پوهې په لوړاوي کې مهم رول اداء کړی دی.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS