د شيخ زايد پوهنتون استادانو لپاره دیني او علمي سیمينار پیل شو.

szu_admin
سبت, فبراير 15 2025 3:13 مساء
شضصسیثصسی

نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۶مې نيټې سره سمون لري، شیخ زايد پوهنتون کې ټولو استادانو لپاره دیني او علمي درې ورځنی سيمينار پیل شو.

د پرانیستې په مراسمو کې د شیخ زايد پوهنتون علمي، څېړنو، محصلانو او اداري چارو مرستيالانو او استادانو ګډون کړی و.

په پیل کې د قرآن کریم د تلاوت څخه وروسته، د علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل په خپلو خبرو کې وويل، دا ډول سیمینارونه ډېر مؤثر او ارزښتمن دي او زياته یې کړه، نن ورځ د هېواد په زیات شمېر تحصیلي نهادونو کې دا ډول سیمينارونه د استادانو لپاره پوهنتونونو کې په لاره اچول شوي دي، چې ځینو کې پخوا تر سره شوي دي او یا هم جريان لري.

د یادولو وړ ده چې یاد درې ورځنی دیني او علمي سیمینار د پوهنتون رهبرۍ، د دعوت او ارشاد آمریت په همغږۍ ترسره کېږي او د درېیو ورځو په جریان کې به د شیوخو کرامو لخوا په مختلفو او اهمو موضوعاتو باندې بیانونه ترسره شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS