د وترنري پوهنځي لرلید ،ماموریت او ارزښتون
لرلید (Vision):
په ملي او نړۍ واله کچه لوړې او باکیفیته زده کړې وړاندې کول، د ستونزو پر بنسټ څیړنې ترسره کول، عامه صحي خدمات وړاندې کول او پیاوړي اکادمیکي ادارې جوړول.
ماموریت (Mission):
د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځی رهبري دې ته ژمنه ده چې په محلي او ملي کچه د باکیفیته حیواني صحت، انساني ټولنې صحت ساتنه، حیواني صحي محصولاتو تولید، حیواني محصولاتو اداره کول، نوښتونو ایجاد او ترویج په برخه کې غوره زده کړې او څیړنې وړاندې کړي. همدارنګه، په هیواد کې د مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا لپاره د اړتیاوو پر بنسټ غوره خدمات وړاندې کولو ته ژمنه ده ترڅو د دې اړتیاوو په رفع کولو کې اغېزمن تمام شي.
ارزښتونه (Core Values)
د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځی اداره لاندې ارزښتونو ته ژمنتیا لري:
· د زده کړې په بهیر کې، او د نوښتونو په رامنځ ته کولو کې وړتیاوو ته ارزښت ورکوي.
· صداقت او رښتینوالي ته ژمن دي.
· نوښتونو ایجاد او ترویج ته ژمن دي.
· د علمي څیړنو پر بنسټ حقایقو ته ژمن دي.
· د علمي او اداري کارکوونکو تر منځ راز ساتل یو اصل دی.