شيخ زايد پوهنتون کې اړوندو ادارو سره د څېړنو شریکولو یو ورځینی کنفرانس تر سره شو.
نن یکشنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال لیندۍ مياشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق جمادي الاول مياشتې له ۱۹مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون رياست په تالار کې یوولس هغه څېړنې چې په مختلفو موضوعاتو باندې د استادانو له خوا تر سره شوې وې پایلې یې د یو ورځيني کنفرانس په ترڅ کې د ا.ا.ا له مسؤلینو، اړوندو ادارو، استادانو او کنفرانس له ګډونوالو سره شریکې شوې.
په دې اړه را بلل شوي کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه، شیخ زايد پوهنتون مرستيالانو، د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې رئیس دوکتور حمید الله مزمل، د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا رئیس عبدالعزیز عزیزي او ولایتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.
د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د شیخ زايد پوهنتون علمي مرستیال سید اسماعیل روحاني په خپلو پرانستونکو خبرو کې کنفرانس ته راغلو مېلمنو، استادانو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، او ویې ويل چې زمونږ هدف د کنفرانس دايرولو څخه دا دی، هغه پایلې چې د شيخ زايد پوهنتون استادانو په بېلا بېلو برخو کې کړې دي د اړوندو ادارو سره شریکې کړو، ښاغلي روحاني د لوړو زده کړو وزارت له مسؤلینو مننه وکړه چې تر دا مهاله یې شیخ زايد پوهنتون سره هره برخه کې پوره همکاري کړې ده او په راتلونکي کې د همکارۍ د دوام غوښتنه یې وکړه.
د لوړو زده کوړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه په خپله لنډه وينا کې وويل؛ دنیا چې نن ورځ تر دغه ځایه را رسیدلې ده د همدې څېړنو او تحقیقاتو په وجه ده، نوموړي زياته کړه چې اړوند مسؤلین باید د څېړنو تطبيق لپاره زمینه برابره کړي، د پوهنتون اداره باید د داسې علمي کنفرانسونو ترڅنګ د اړوندو ادارو سره د ځينو ځانګړو ناستو په ترڅ کې څېړنې شريکې کړي.
د شيخ زايد پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستيال دوکتور پوهنمل احمد جاويد شکيب د څېړنو اهمیت او ياد کنفرانس په اړه لنډ معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل او زياته یې کړه چې د نړۍ اوسنی بې ساری پرمختګ د څېړنو پر بنیاد ولاړ دی.
کنفرانس هغو استاذانو ته چې څېړنې یې تر سره کړې وې د ستاینلیکونو په ورکولو او دعاءيې سره پای ته ورسید.