شیخ زاید پوهنتون کې د شهید خلیل الرحمن حقاني د شهادت په ویاړ د قرآن الکریم ختم تر سره شو.
نن شنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال د لیندۍ میاشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادي الآخرة میاشتې له ۱۲مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون په عمومي مسجد کې د شهید خلیل الرحمن حقاني په ویاړ د قرآن الکریم ختم او دعاء تر سره شوه.
په دغو مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و، د قرآن الکریم له ختم څخه وروسته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد لخوا شهید خلیل الرحمن حقاني ته د مقبول شهادت، د جنت لوړو درجو او د امت ټولو شهیدانو دعاء وکړه.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت