د شیخ زاید پوهنتون اووه قلمه جنس روغنیات مایع ګاز او د جنراتورونو فلترونو تدارکاتي اعلان

szu_admin
ANNOUNCEMENT

د شیخ زاید پوهنتون اداره ټولو په شرئطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د روان کال ۱۴۴۳ شوال میاشتې  ۱۸ نیټې د مازدیګر تر ۰۴:۰۰ بجې پورې د (۷قلمه جنس روغنیات، مایع ګاز او د جنراتورونو فلترونو قرارداد چاپي شرطپاڼه نوموړي پوهنتون تهیه تدارکاتو عمومي مدیریت څخه، چې د اقتصاد  پوهنځی لومړي پوړ کې موقعیت لري، ترلاسه او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

همدارنګه خپل آفرونه په سربسته توګه د شرطپاڼې مندرجاتو، تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق د همدې میاشتې (۲۰) نیټې د غرمې مخکې  ۱۰:۰۰بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صدوق ته په خپل لاس واچوي، ناوخت رسیده او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

.د آفر تضمین د شرطپاڼې مطابق په نغدي ډول اخیستل کیږي او د آفر پرانیستنې غونډه به د شوال میاشتې په (۲۰) نیټه د غرمې مخکې ۱۰:۰۵ بجې او پنځه دقیقې د مالي اداري چارو معاونیت چې د ریاست مقام ودانۍ لومړي پوړ کې موقعیت لري دایریږي.