د انجینري پوهنځي مهندسۍ څانګې فارغ محصلانو د دیپلوم دفاع په موخه خپلې پروژې غونډې ته وړاندې کړې

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۱۵:۵۹
szu chancellor and khost Governer

د یکشنبې ورځ(۵/ثور/۱۴۰۰) شیخ زاید پوهنتون د امام ابوحنیفه رح د غونډو په تالار کې د انجینري پوهنځي اړوند مهندسۍ څانګې ۸۵ فارغ محصلانو له جملې څخه یې ۱۰ ممتازو محصلانو دیپلوم دفاع په موخه خپلې ترتیب کړې پروژې د پریزینتیشن له لارې د ژوري هیئت پر وړاندې ګډونوالو ته وړاندې کړې.

chancellor and gorerner

پدې ناسته کې د خوست ولایت محترم والي تورن جنرال مهمند کټوازي، د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي ، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او ګڼ شمیر محصلانو ګډون کړی و.

د کلام الله مجید تلاوت وروسته غونډې ته پوهنمل حسین ګل اریوبي په خپله وینا کې د خوست ولایت والي محترم کټوازي ته ښه راغلاست ووایه او له ده څخه يې مننه وکړه، چې د پوهنتون محصلانو د تشویق اوستونزو اوریدو په موخه یې پدې مراسمو کې ګډون کړی دی. ښاغلي اریوبي د محصلانو په لاس ترتیب شوې پروژې د دوی خلاقیت او لاسته راوړنې وبللې، چې پدې سره د پوهنتون اعتبار نور هم لوړیدلی شي. ښاغلي اریوبي د قرانې احکامو په رڼا کې هم د ساختمان مثالونه وړاندې کړل او محصلانو ته يې د خپلو شتو امکاناتو څخه په استفادې د مرستې ډاډ ورکړ.

szu engineering faculty std graduation cermoney

د انجینري پوهنځي رئیس پوهندوی استاد ریدي ګل همدرد ناستو ګډونوالو ته د ساختمان او مهندسۍ پر اهمیت او محصلینو ته د پروژو ورکړې په څرنګوالي رڼا واچوله. استاد وویل، چې محصلانو ته د دیپلوم دفاع په موخه هغه پروژې ورکوي چې ډیزاین یې پوهنتون ته اړین وي، چې پدې سره د معنوي ګټې ترڅنګ پوهنتون ته مالي ګټه هم رسیږي. استاد ریدي ګل پر ولایت او د پوهنتون ریاست مقام غږ وکړ چې ددې پروژو د تطبیق لپاره د بودیجي پیدا کولو په لټه کې شي.

ورپسې د انجینري پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک په خپله وینا کې وویل، چې نن سبا علم د تیوریکي حالت څخه عملي حالت ته ځي، څه چې په تیوري کې لوستل کیږي د پوهانو له نظره باید عملي بڼه خپله کړي. ښاغلي دوکتور ځواک وویل، چې د دوی فارغ محصلین په ملي، اسلامي او مسلکي روحیه سمبال دي او دوی ته د شخصي پروژو ترڅنګ د هیواد ملي پروژو پر اهمیت هروخت ټینګارشوی دی.

szu engineering faculty std graduation cermoney

بیا د فارغ محصلانو لخوا د انجینري پوهنځي تدریسي ودانۍ او ورسره د لابراتوارخونې، د لوبو معیاري میدانونو، د پوهنتون عمومي دروازه او د یوه کلینیک ودانۍ د دیپلوم دفاع په موخه په ګروپي ډول ګډونوالو ته وړاندې کړې.

په پای کې خوست محترم والي مهمند ګټوازي په خپلو خبرو کې وویل (( ډیرخوښ یم چې پداسې غونډه کې ناست یم چې خپل هیواد ته مې د خدمت په موخه پر انجینري علم سمبال بچیان وړاندې کیږي، د محصلینو فراغت دې د پوهنتون رئیس او د انجینري پوهنځی استادانو ته مبارک وي)). ښاغلي کټوازي محصلین په خپلو مسلکي علومو کې د لا زیات کوشش په موخه تشویق کړل، چې هیواد مو د بیا رغونې په برخه کې زیات ضرورت لري. ښاغلي کټوازي د استادانو او د رهبرۍ غوښتنو ته لبیک اووایه او ژمنه یې وکړه چې څه يې په توان کي وي هغه به کله هم دریغ نکړی او د ولایت اړوند ساختماني پروژو کې به محصلانو ته د عملي زده کړو زمینه حتمي برابروي.

szu engineering faculty std graduation cermoney

د یادولو وړ ده، چې د پوهنتون رهبرۍ په غوښتنه د انجینري پوهنځی لخوا د کادري روغتون دویمې ودانۍ نقشه او ډیزاین ترتیب شوی دی، چې د تطبیق په موخه د ریاست مقام لخوا مربوطه ادارو ته لیږل شوي ده

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۴:۵۴
Background image

تفاهم‌نامۀ هفت ‌جانبۀ همکاری میان هفت پوهنتون کشور به منظور گسترش و تطبیق برنامه های ماستری زبان و ادبیات پشتو با حضور داشت هیات رهبری وزارت تحصیلات عالی به امضاء رسید.

تفاهم‌نامۀ هفت ‌جانبۀ همکاری میان هفت پوهنتون کشور به منظور گسترش و تطبیق برنامه های ماستری زبان و ادبیات پشتو با حضور داشت هیات رهبری وزارت تحصیلات عالی به امضاء رسید.

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

دکتور عباس بصیر وزیر تحصیلات عالی در ملاقاتی با هیئت رهبری پوهنتون گلیشیم استانبول کشور ترکیه روی موضوعات مختلف علمی و اکادمیک صحبت و تبادل نظر نمودند

در این ملاقات هئیت رهبری پوهنتون متذکره ضمن ابراز خوش آمدید به دکتور عباس بصیر وزیر تحصیلات عالی و هئیت همراه شان به آن پوهنتون، در رابطه به نهاد تحصیلی متذکره معلومات مختصر ارایه نمودن. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

اعلامیه وزارت تحصیلات عالی

اعلامیه وزارت تحصیلات عالی

BACK TO NEWS