مسلکي پرمختیا مرکز مسؤلیتونه
- د PDC مرکز لیرلید، رسالت او موخو ته درسېدو لپاره د پوهنتون د ستراتېژیو سره سم د چارو پرمخ وړل.
- د روزنیزو پروګرامونو لپاره کلني، انکشافي او عملياتي پلانونو ترتیبول.
- د پوهنتون علمي، اداري او محصلانو چارو معاونیتونو، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو او د مرکزونو د مسؤلیتونو سره په تفاهم په علمي، اداري او تخنیکي برخو کې د مسلکي روزنیزو برنامو جوړول.
- د شېخ زايد پوهنتون د فیلیال (Filial) پوهنتونونو سره په اړونده برخو کې کار او مرسته کول.
- د عوایدو ترلاسه کولو په موخه د خصوصی لوړو زده کړو مؤسساتو، دولتي او غیر دولتي ادارو ته روزنیز پروګرامونه دایرول
- د PDC مرکز او روزنیزو برنامو د تمویل له پاره د داخلي او خارجي مرستندویانو سره اړیکې ټینګول.
- استادانو ته د تدریس او زده کړې (OBE-SCL)، څېړنو او رهبري په برخه کې مسلکي روزنیز پروګرامونه برابرول.
- د ادارې او تخنیکي کارکوونکو له پاره په اړوندو برخو کې لازم روزنیز پروګرامونه چمتو کول.
- د امکان په صورت کې د روزنیزو برنامو په بشپړېدو سره استادانو او کارکوونکو ته د تصدیق پاڼو ورکول.
- د روزنیزو برنامو ارزیابي کول.
- د پوهنتون علمي معاونیت ته په منظمه توګه کړنليک ورکول.
- استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته د مسلکي او حقوقو اخلاقو لنډ مهاله ټرېننګونو برابرول.
سایت های مرتبط
ایدیکس پورتاال باز
خوست شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼې لینک
شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو سمون آمریت فسبوک پاڼه
وزارت تحصیلات عالی
وزارت مخابرات و تکنالوژي معلوماتی
پورتال (SWAYAM) افغانستان
کتابخانه ملی هند دیجتلی
کمیسیون مستقل اصلاحات اداری و خدماتی ملکی
کودهای پوستی خوست
SZU-Research and Academic Journal Department