د لوړو زده کړو وزارت ټاکل شوي هيئت دشيخ زايد پوهنتون څخه د خپلې کتنې پایلې د پوهنتون له رهبرۍ سره شریکې کړې.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۳۷
jhgfd

نن چهار شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثانی مياشتې له ۶مې نېټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت څخه د څارنې ټاکل شوي څلور کسيز پلاوي د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو علمي، تدریسي، اداري او تدریسي روغتون له چارو، همدارنګه په خوست ولایت کې د څلورو خصوصي پوهنتونونو له چارو څخه خپله کتنه او ارزونه بشپړه او پایلې یې د اصلاح په موخه د شيخ زايد پوهنتون له رهبري سره شریکې شوې.

په دې اړه رابلل شوې غونډه چې د شيخ زايد پوهنتون په رياست مقام کې را بلل شوې وه، د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مسلمين راشد سربېره د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځیو رئيسانو، د تدریسي روغتون سرطبیب او د ياد هیئت غړو ګډون کړی و.

د شيخ زايد پوهنتون رئيس ښاغلي راشد د راغلي هیئت د څو ورځو زحمتونو او تکلیفونو ګاللو څخه مننه وکړه، دوی ته یې په خپلو چارو کې د لا برياليتوب غوښتنه وکړه او د ور په ګوته شویو نمګرتياوو د پوره کولو ډاډ یې ورکړ.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

برای شفاخانه تدریسی دواها ''دارو'' به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری شد.

برای شفاخانه تدریسی پوهنتون شیخ زاید، ۱۴۹ قلم دوا به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری گردید. در این دواهای خریداری‌شده، انواع مختلف دوا شامل است که با آن، دواخانه شفاخانه تدریسی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۸
Background image

ریاست تضمین کیفیت و اعتباردهی وزارت محترم تحصیلات عالی در سال ۱۴۰۲ هـ.ش پوهنتونهای معتبر کشور را بررسی و ارزیابی نمود

 که از جمله پنج پوهنتون معتبر کشور، اعتبارعلمی و اکادمیک خویش را بدست آورد، که خوشبختانه پوهنتون شیخ زاید در بین این پنج پوهنتون معتبر و بزرگ نیز جای دارد. بنا براین اساس در یک مجلس. . .

BACK TO NEWS