د شيخ زايد پوهنتون نشراتو او عامه اړیکو آمریت د ۱۴۰۲ هـ.ش کال کړنې او لاسته راوړنې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له رسنيو سره شريکې کړې.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۱۲
123

د یادې خبري ناستې په ترڅ کې د پوهنتون ادارې لخوا د اعتبار ساتلو تر څنګ تېر یو کال د پام وړ لاسته راوړنې؛ لکه د طبيعي علومو ملي سمپوزيم چې د ټول هېواد په کچه رابلل شوی و، ۸۵ څېړنيزې مقالې پکې وړاندې شوې، د څېړنو د لا پراختيا په موخه د علمي څېړنو معاونيت رامنځته کیدل، چې تر دې دمه یې د څېړنو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.

 د دوکتورا او ماسترا برنامو لپاره د ۳۹ استادانو خارج او داخل ته لیږل، د شرعیاتو او کمپيوټر ساينس شپنيو برنامو رامنځته کول، د کادري او اداري پرسونل لپاره د ظرفيت لوړونې مختلف پروګرامونه پلي کول، ټولنې ته د مختلفو مسلکونو په برخه کې د ۱۴۹۶ محصلانو وړاندې کول، مختلفو ادارو ته د عملي زده کړو په موخه ګڼ شمېر محصلان معرفي کول، د محصلانو ظرفيت لوړونې لپاره مختلف پروګرامونه په لاره اچول، د پوهنتون کادري، اداري کارکونکو او محصلانو د اصلاح او سمون په موخه مختلفې دیني اصلاحي برنامې پلي کول او د شيخ زايد پوهنتون تدريسي روغتون د تېر یو کال چوپړتياوو دقيق ارقام له رسنيو سره شريک شول.

هېره دې نه وي چې شيخ زايد پوهنتون راتلونکي کال کې د حقوقو او سیاسي علومو، ادبياتو او شرعياتو په برخه کې د ماسترا برنامې په پلان کې لري، چې کارونه یې په تېر کال کې نهایي شول.

نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

برای شفاخانه تدریسی دواها ''دارو'' به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری شد.

برای شفاخانه تدریسی پوهنتون شیخ زاید، ۱۴۹ قلم دوا به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری گردید. در این دواهای خریداری‌شده، انواع مختلف دوا شامل است که با آن، دواخانه شفاخانه تدریسی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۸
Background image

ریاست تضمین کیفیت و اعتباردهی وزارت محترم تحصیلات عالی در سال ۱۴۰۲ هـ.ش پوهنتونهای معتبر کشور را بررسی و ارزیابی نمود

 که از جمله پنج پوهنتون معتبر کشور، اعتبارعلمی و اکادمیک خویش را بدست آورد، که خوشبختانه پوهنتون شیخ زاید در بین این پنج پوهنتون معتبر و بزرگ نیز جای دارد. بنا براین اساس در یک مجلس. . .

BACK TO NEWS