د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو هیئت له شیخ زاید پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
نن ورځ د لوړو زده کړو وزارت هیئت له شیخ زاید پوهنتون له بېلا بېلو پوهنځیو څخه لیدنه وکړه. یاد هیئت چې د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي، مالي او او اداري چارو مرستیال مولوي محمد شفیق رشاد او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مـ.جاهد همت یار یې ملتیا کوله د شیخ زاید پوهنتون له پوهنځیو، د پوهنځیو کتابتونونو، لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه او د پوهنتون په هره برخه کې یې د استادانو او مامورینو د خالي او ضرورتي بستونو برخو کې یې معلومات راټول کړل، ترڅو د لوړو زده کړو وزارت لخوا په دې اړه تصمیم ونیول شي.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت