د لوړو زده کړو محترم وزیر صیب لخوا نن ورځ هم د شیخ زاید پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو سره ځانګړي ناسته تر سره شوه

szu_admin
خميس, سبتمبر 22 2022 8:56 صباحا
visiting of M Minister from khost szu

نن ورځ ۱۴۰۱ هـ، ل د سنبلې ۳۰ مه چې د ۱۴۴۴ هـ، ق د صفر المظفر میاشتې له ۲۳ مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو د لوړو زده کړو محترم وزیر ښاغلي الشیخ مولوي عبدال باقي حـ قا نـي سره ولیدل، چې د پوهنځیو رئیسانو لخوا د پوهنتون لاسته راوړنې او ستونزې د یو پریزنټیشن له لارې ارایه شوې، چې ښاغلي حـ قا ني د پوهنتون د استادانو لخوا شته لاسته راوړنې او ستونزې واوريدې او د حل په موخه یې مهمې سپارښتنې او ژمنې وشوې.

deans of szu

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي حـ قا ني تېره ورځ شیخ زاید پوهنتون استادانو، د خوست ولایت قومي مشرانو او د شیخ زاید پوهنتون محصلینو سره په مسجد کې ولیدل، پاتې دې نه وي چې د محصلینو سره کې د لیدنې پرمهال ښاغلي حـ قا ني په خپله وینا کې زیاته کړه، چې تعلیم د پوهې لپاره وکړئ، د هېواد پرمختګ او شاته تګ یوازې د هېواد په ځوانانو پورې اړه لري، د هېواد د پرمختګ لپاره دوه کارونه ډېر مهم دي، په خپل مسلک کې محنت او د اسلام دین ته توجه درلودل. د افغانستان ۱، ۱

په ځانګړي ډول لوړو زده کړو وزارت په دې لټه کې دی، چې ستاسو لپاره علمي سهولتونه لا پیاوړي کړي او همدا رنګه یې استادان د تدریس د لا ښه بهبود په برخه کې متوجه کړل.

ښاغلي حقـ انی ټینګار وکړ چې د نړۍ اوسنيو عصر ي زده کړو، تضمین کیفیت او تدریسي نصاب د اصلاح په موخه د پلانونه جوړکړل شي، ترڅو د کمیت پرځای کیفیت ته اولیت ورکړل شي.

leader of khost

د درېیمې ورځې په اخیرو شیبو کې د لوړو زده کړو محترم وزیر د خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو سره ځانګړي ناسته ترسره شوه، چې د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لخوا ستونزې وړاندې شوې او د ښاغلي حـ قا ني لخوا ورته د یادو ستونزو په اړه لازمې سپارښتنې او د حل لارو ژمنه وشوه.

scholar of khost

پاتې دې نه وي، چې ښاغلي حـ قا ني د شیخ زاید پوهنتون له استادانوڅخه ځانګړي مننه وکړه، چې دوی په سختو حالاتو کې له شیخ زاید پوهنتون سره پاتې شول، د خپل هیواد بچیانو روزنه یې مهمه وبلله او د هیواد د راتلونکي نسل اینده یې په نظر کې ونيوله، له دې معلومیږي چې د شیخ زاید پوهنتون اداره خپلو مسؤلیتونو ته پوره ژمنه ده.

dean of law

د شیخ زاید پوهنتون اداره د افغانستان اـ ا د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صیب درې ورځنۍ سفر د لاسته راوړنو ډک بولي او په ځانګړي ډول ترې مننه کوي، چې شیخ زاید پوهنتون څخه یې لېدنه وکړه، د پوهنتون اداره د لوړو زده کړو وزارت ټول قوانین، لوایح او مقراراتو ته ژمنه ده او د لوړو زده کړو رهبرۍ لخوا ورکړل شوي اهداف ټول تعقیبوي او په سرته رسیدو کې یې ځانونه پوره ژمن بولي.

د نشراتو اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

د خوست شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼې ته مراجعه وکړئ!

 

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS