د خواشینۍ او تسلیت پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د شېخ زاید پوهنتون پخوانی رئیس پوهاند محمد رسول باوري ، د ور پېښې ناروغۍ له امله خپل روح حق ته و سپاره.
د شیخ زاید پوهنتون رهبري او پرسونل پدې درانه غم کې ځان د دوی کورنۍ او دوستانو سره شریک بولي. لاس په دعا یو چې مرحوم ته جنت الفردوس او کورنۍ ته یې جميل صبر په نصیب شي.
د پوهاند باوري مړینه د هیواد اکادمیک چاپیریال ته یوه ستره ضایعه ده، خو دده په لاس روزل شوي شاګردان به دغه تشه ډکوي او دده لاره به روښانه ساتي.